دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 201985
د ننګرهار ولایت د تودو سیمو په ۶۲۶ ښوونځیو کې د دوه سوه یوویشت زره یوسلو نهه نوي نجونو په ګډون د څه باندې ۶ سوه زره زده کوونکو څخه څلور نیمې میاشتنۍ ازموینه پیل شوه چې د ۱۱۶۶۵ ښوونکو له لورې به واخیستل شي . په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د ازموینې په لومړۍ ورځ په جلال اباد ښار کې ناهید شهید اناثو، شهید ملنګ جان عالي او پښتونستان لیسو کې د ازموینې بهیر او پښتونستان لیسې د لیلیې څخه څارنه او لیدنه وکړه .

په همدې حال کې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري له لورې د تودو سیمو ښوونځیو څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې پرانیسته د چپرهار په مرکزي لیسه کې د غونډې په ترڅ کې وشوه چې په کې د ویناوو ترڅنګ د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي له لورې د پوهنې رئیس ته د پوهنیزو خدمتونو له امله ستاینلیک هم ورکړل شو.
په ورته وخت کې د روداتو،کامې،لعلپورې،شینوارو او یو شمیر نورو ولسوالیو ولسوالانو پخپلو سیمو کې د څلور میاشتنیو ازموینې بهیر د پیل کېدو په موخه غونډي کړي او هم یې له یاد بهیر څخه څارنه او لیدنه ترسره کړې ده
https://avapress.com/vdcaa6num49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته