د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه د هلمند ولایت په موسي کلا او واشیر ولسوالیو کې طالبانو ته په هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دفاع وزارت په وینا ۱۱ طالبان په واشیر او ۲ په موسي کلا ولسوالي کې وژل شوي دي.
دا وزارت همداراز ادعا کوي چې په واشیر کې یې د طالبانو یو سلاکوټ ویجاړ کړی دی.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.