کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې په تائید سره وايي، چې پولیسو خپلې هڅې پیل کړي تر څو دغه کس د تښتوونکو له منګول وژغوري.
د پېښې لیدونکو ویلي چې د تښتوونکو په ډزو کې یو کس ټپي شوی هم دی.
دا لومړی ځل ندی چې له کابل څخه سوداګر تښتول کېږي، کابو دوه میاشتې مخکې د پروان – کابل پر لار یو سوداګر د تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې د پولیسو په هلو ځلو بیا وژغورل شو.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت هره ورځ کابل کې یو شمېر کسان د جنايي پېښو په تړاو نیسي.
تر هغه وروسته چې د کابل ښار لارې او کوڅې خورا ناامنه شوې، کورنیو چارو وزارت یو لړ ګرځنده عملیات پیل کړل، تر څو د کابل کې د جنايي پېښو ګراف راکم کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)