دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 201988
ناپېژنده کسانو کابل کې یو سوداګر تښتولی
تیره ورځ ماښام ( یکشنبه سلواغې ۶ ) د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمو څخه یو سوداګر د ناپېژنده کسانو لخوا وتښتول شو.
کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې په تائید سره وايي، چې پولیسو خپلې هڅې پیل کړي تر څو دغه کس د تښتوونکو له منګول وژغوري.
د پېښې لیدونکو ویلي چې د تښتوونکو په ډزو کې یو کس ټپي شوی هم دی.
دا لومړی ځل ندی چې له کابل څخه سوداګر تښتول کېږي، کابو دوه میاشتې مخکې د پروان – کابل پر لار یو سوداګر د تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې د پولیسو په هلو ځلو بیا وژغورل شو.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت هره ورځ کابل کې یو شمېر کسان د جنايي پېښو په تړاو نیسي.
تر هغه وروسته چې د کابل ښار لارې او کوڅې خورا ناامنه شوې، کورنیو چارو وزارت یو لړ ګرځنده عملیات پیل کړل، تر څو د کابل کې  د جنايي  پېښو ګراف راکم کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0xjyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته