دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 201990
طالبانو د هرات ولایت د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وواژه
وسله والو طالبانو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر د دې ولسوالۍ په بازار کې وژلی. د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي. هغه زیاتوي: “نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و.” تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.
https://avapress.com/vdcgyq9xzak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته