کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د هرات ولایت د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وواژه

7 دلو 1398 ساعت 12:41

وسله والو طالبانو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر د دې ولسوالۍ په بازار کې وژلی.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي.
هغه زیاتوي: “نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و.”
تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.



د مطلب کود: 201990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201990/طالبانو-د-هرات-ولایت-پښتون-زرغون-ارشاد-حج-او-اوقافو-مدیر-وواژه

آوا
  https://www.avapress.com