کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال مېلر:

له طالبانو سره خبرو کې پرمختګ له افغان حکومت سره شریکوو

7 دلو 1398 ساعت 17:51

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې خبرو په هکله مالومات ور کړي دي.



افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې لیدنه کې د کابل لپاره د امریکا سفارت سلایار(شارزداپیر) راس وېلسن هم و.
جنرال مېلر ولسمشر غني ته وویل، که دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانو خبرو کې پرمختګ وشي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به کابل ته لاړ شي او له افغان حکومت سره به دا مالومات شریک کړي.
 


د مطلب کود: 201991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201991/له-طالبانو-سره-خبرو-کې-پرمختګ-افغان-حکومت-شریکوو

آوا
  https://www.avapress.com