افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې خبرو په هکله مالومات ور کړي دي.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې لیدنه کې د کابل لپاره د امریکا سفارت سلایار(شارزداپیر) راس وېلسن هم و. جنرال مېلر ولسمشر غني ته وویل، که دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانو خبرو کې پرمختګ وشي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به کابل ته لاړ شي او له افغان حکومت سره به دا مالومات شریک کړي.