کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړۍ تر ټولو لویې الوتکې لومړنی الوت

7 دلو 1398 ساعت 19:16

الوتک جوړونکې بویېنګ کمپنۍ د دوو انجنو د تر ټولو لویې الوتکې ۷۷۷ اېکس لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره بشبړه کړه.



تېر کال د بویېنګ ۷۳۷ میکس الوتکو پېښو کې ۳۴۶ کسان ووژل شول او اوس دا کمپنۍ مارکېټ کې د خپل نوم د ښه والي هڅه کوي.
د دې الوتکې دا الوتنه هم د خپل نوم بهترولو یوه هڅه وه.
الوتکه له سیاټل پورته او څلور ګړۍ هوا کې وه.
له دې مخکې د تېرې اونۍ لومړیو کې د سختې هوا له امله دا ازمایښتي الوت دوه ځل ځنډول شوی و.
راتلونکی کال د امارات هوايي کرښه کې تر شاملېدو مخکې پکار ده دا الوتکه نور ازمایښتونه هم وکړي.


د مطلب کود: 201992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201992/د-نړۍ-تر-ټولو-لویې-الوتکې-لومړنی-الوت

آوا
  https://www.avapress.com