کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په چین کې د کرونا ویروس قربانیانو شمیر ۸۰ تنو ته ورسید

7 دلو 1398 ساعت 12:46

 
چین چارواکې وایی چی د کرونا ویروس په ترڅ کې د قربانیانو شمیر په هغه هیواد کې ۸۰ تنو ته رسیدلی او د ۲۷۰۰ څخه ډیر په دا ویروس باندی اخته شوی دی.



 
د چین روغتیا وزارت ویلی دی چی هیواد یی ډير حساس وضعیت کې قرار لری او داسی په نظر رسیږی چی ویروس خپریدو توان د ډیریدو په حال کې دی.
 
هغه همدارنګه ویلی دی چی مسافرتی محدودیتونه او نور اقدامات باید په سرعت او لږ قیمت سره نتیجه ورکړی.
د کرونا ویروس تایلند، آسترالیا، امریکا، کانادا او فرانسه ته هم رسیدلی دی.
 
د ریپورتونو په اساس، ځینی افغانستانی زده کوونکې هم د چین ووهان په ښار کې اوسیږی.
 
د چین ووهان ښار، د کرونا ډوله ویروس خپریدو سرچینه ده او اوس ټول ښار او دوکانونو د غذایی موادو دا بند دی.
 
جاوید احمد قایم؛ زموږ هیواد سفیر زده کوونکو ته په خطاب کې ویلی دی چی چین حکومت په ډیر مسولیت قبلونې سره د کرونا ویروس سره مبارزه کوی. هغوی ددی مبارزی رهبریت په لاس کې لری او خپل ټول هڅه کوی. که بیاهم د سفارت مرستی ته اړتیا مو درلود، نو د کریم نقشبند زاده، د محصلینو مسوول سره تماس ونیسی.
 
دا په داسی حال کې دی چی یو زده کوونکې بی بی سی ته ویلی دی چی تراوسه افغانستان سفارت په چین کې هغوی ته همکاری وعده نه دی ورکړی. هغوی ادعا کړي چی افغانستان سفارت هغوی سره په تلیفونی اړېکه کې ویلی دی چی موږ هیڅ څه نه شو کولای.
 
 


د مطلب کود: 201993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201993/په-چین-کې-د-کرونا-ویروس-قربانیانو-شمیر-۸۰-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com