دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 202022
غزني کې د سپرلۍ الوتکه غورځېدلې
د غزني د پولیسو په وینا الوتکه د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې لوېدلې ده. دا سیمه ناامنه ده او ویل کېږي چې وسله وال طالبان پکې دېره دي. ځینې راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۸۳ تنه سپاره ول او له هرات څخه کابل ته روانه وه.
له غزني ولایت رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت په دي یک ولسوالۍ کې د سپرلۍ الوتکه غورځېدلې ده.
علی سینا سائد د  وزارت ترانسپورت ویاند دا پېښه تاییدوي، خو زیاتوي چې لا هم الوتکه کې له اوښتې مرګ ژوبلې کره مالومات نه لري.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم وویل، چې الوتکه په ناامنه سیمه کې غورځېدلې ده.
پېښه ماسپښین نږدې یوه بجه شوې ده.
په لومړیو کې ویل کېدل چې الوتکه د حکومتي شرکت اریانا افغان هوايي کرښې ده، خو د دې شرکت چارواکو به خبرو کې دا ګنګوسې رد کړې.
د اریان افغان هوايي شرکت د پلور مسوول ادریس بیهاري وایی چې د دوی الوتکه نه ده غورځېدلې.
د نوموړي په خبره، پر دغه لار چې د اریانان کومې الوتکې روانې وې هغه روغې خپل منزل ته رسېدلې دي.

د غزني د پولیسو په وینا الوتکه د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې لوېدلې ده. دا سیمه ناامنه ده او ویل کېږي چې وسله وال طالبان پکې دېره دي.
ځینې راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۸۳ تنه سپاره ول او له هرات څخه کابل ته روانه وه.
 
https://avapress.com/vdcdxx0xxyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته