کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې یوه الوتکه رانسکوره شوې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1398 ساعت 15:55

د غزني ولایتي شورا غړی، خالق داد اکبري وايي چې نن دوشنبې (د مرغومې په ۷مه) په غزني ولایت کې رالوېدلې ده.


یاده الوتکه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په سدوزیو کلي کې رالوېدلې ده.

تراوسه روښانه نه ده چې دغه الوتکه مسافروړنکې او که پوځي هغه ده.

یوه سرچینه وايي چې دغه الوتکه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې لوېدلې او دغې سیمې ته ځانګړي ځواکونه استول کېږي.
 


د مطلب کود: 202023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202023/غزني-کې-یوه-الوتکه-رانسکوره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com