دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 202045
د افغانستان د هوايي ملکي اداره: هیڅ ملکي الوتکه نه ده لوېدلې
څرګنده نه ده چې په الوتکه کې ځومره کسان سپاره ول، خو څه چې څرګند دي دا دي چې هیڅوک په پېښه کې ژوندی نه دي پاتې شوی.

د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کې د لوېدلې الوتکې په اړه پلټنې کوي.
نن ماسپښین یوه بجه او لس دقیقې یوه الوتکه د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، ولوېده.
په پیل کې ادعا وشوه چې دا الوتکه د اریانا افغان هوایی شرکت ده چې له ۸۳ سپرلیو او عملې سره له هرات څخه کابل ته راتله، خو اریانا افغان هوايي شرکت او د افغانستان د هوايي ملکي چلن د ادارې چارواکو وویل چې هیڅ ملکي الوتکه نه ده لوېدلې.
په غزني کې یوې دولتي سرچینې د نوم د نه څرګندېدو په شرط تاند ته وویل چې یوه څرخکه لوېدلې ده. سرچینې ونه ویل چې دا څرخي الوتکه د چا ده.
تراوسه پورې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته. خو د غزني د والي ویندوی وايي چې الوتکه یو مخ ویجاړه شوې او د دوو پېلوټانو مړي موندل شوي دي. عارف نوري وايي چې پېلوټان نه شي پېژندل کېدای.
 
https://avapress.com/vdci5rarwt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته