د منظور پښتین د نیولو وروسته په پاکستان کې مخکښو سیاسي څیرو هم د حکومت پر ضد غبرګونونه ښودلي دي او یاد ریاست د جابر،ظالم په نوم یاد کړی دی چې له کلونو راهیسې په پښتنو ظلمونه کوي.
د پي ټي ایم بل مخکښ مشر محسن داوړ هم د هغه د نیول کېدلو وروسته په یوه ټویټ پیغام کې خبر ورکړی دی چې دوی به خپل راتلونکی پلان هم نن مازدیګر د رسنیو سره شریک کړي.
نوموړی وایي، نن څلور بجې په اسلام پریس کلب کې بیړنۍ کنفرانس ورکوي او په دې کنفراسن کې به د راتلوونکي ګام اوچتولو په اړه پریکړه وشي.
محسن داوړ هم له ټولو پښتنو غوښتي دي چې د دوی د پرېکړې وړاندې دې په کوم تشدد لاس نه پورې کوي،خو زیاتوي چې دوی به خپله پرېکړه په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان کړي.
افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه ښودلي دي او ویلي دي چې د پنجاب زندانونه د ځوانانو لپاره دي د پنجاب دغه کړنه به د منظور او منظور د لارو مبارزه لا پسې قوي او ګړندۍ کړي.
افغانان وایی پاکستانی ریاست ځان اټومي طاقت بولي خو له یو کس چې نه جنګي طیاره لري نه ټوپک نه ټانګ او نه هم بل قوت له ډاره یې ترې لاره ورکه کړې ده.
پښتانه وایي د منظور پښتین د نیولو سره د پښتنو غږ نه شي خاموشه کېدلی دوی په هغه پښتنو پولیسو لعنت ویلي او منظور پښتین یې نیولی دی.
بلخوا د جنوبي آسيا د بخښنې نړیوال سازمان هم د منظور پښتین د ژر تر ژره،بې له کوم شرطه د هغه خوشي کیدو غوښتنه کړي ده.
دوی ویلي دي منظور پښتین ددې له کبله نیول شوی دی چې خپلو خلکو لپاره یې د یو سولیز خوځست له لارې حقونه غوښتل.