دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 202049
ولسمشر غنی د نمایندګانو مجلس رئیس سره لیدلی
ولسمشر غنی نن دوشنبه غرمی نه مخکې د میر رحمان رحمانی، د نمایندګانو مجلس رئیس په ارګ ریاست جمهوری کې لیدنه کړی.

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: په دی لیدنه کې د نمایندګانو مجلس رئیس مجلس کې تیرو څلور نیم میاشتو ناستو، بودجه تصویب او چارو په اړه ولسمشر غنی ته ریپورت ورکړی دی.
 
د ریاست جمهوری معلوماتو په اساس ښاغلی رحمانی همدارنګه د ولسمشر هڅو څخه د اجرائیه او مقننه قوو ترمنځ هماهنګی ډيرولو لپاره قدردانی کړی دی.
 
همدارنګه ولسمشر غنی د مجلس اجرااتو څخه امتنان ښودلی او ددی نهاد فعالیتونه ښه بللی او ویلی دی چی د افغانستان مجلس غړۍ د هیواد ملی ګټو ته په کتو سره د ۱۳۹۹ مالی کال ملی بودجه پر وخت تصویب کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چی دا کار د دولت اساسی برنامو او پلانونو تطبیق لپاره ارزښتناکه دی.
 
ولسمشر همدارنګه د درو قوو ترمنځ هماهنګی ډیریدو باندی ټينګار کړی، وویل چی د نمایندګانو مجلس او سنا مجلس کمیسیونونو سره ناستو سلسله ادامه پیدا کوی او د اجرائیه او مقننه قوو ترمنځ هماهنګی سطحه به نوره هم پیاوړۍ کړی.
 
https://avapress.com/vdcc0iqio2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته