دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 202077
کابل کې یوه حرفوي ډله د وسایطو پلېټ شمېرو د غلا په تړاو ونیول شوه
پولیسو د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د وسایطو د پلېټ شمېرو د غلا په تړاو یوه درې کسیزه حرفوي ډله نیولې ده.
یادو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسایطو د پلېټ شمېرو د غلا په قضیو کې لاس درلود او د پولیسو تر څار لاندې وو.
د یادونې ده چې دې کسانو دوه ورځې دمخه د کابل ښار د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یوه موټر پلېټ غلا کړی و او د ورکړې په بدل کې یې له څښتن څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
دا کسان د پیسو اخیستنې پر مهال د ۱۶ امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcd5x0x5yt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته