کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې یوه حرفوي ډله د وسایطو پلېټ شمېرو د غلا په تړاو ونیول شوه

8 دلو 1398 ساعت 11:49


پولیسو د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د وسایطو د پلېټ شمېرو د غلا په تړاو یوه درې کسیزه حرفوي ډله نیولې ده.
یادو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسایطو د پلېټ شمېرو د غلا په قضیو کې لاس درلود او د پولیسو تر څار لاندې وو.
د یادونې ده چې دې کسانو دوه ورځې دمخه د کابل ښار د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یوه موټر پلېټ غلا کړی و او د ورکړې په بدل کې یې له څښتن څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
دا کسان د پیسو اخیستنې پر مهال د ۱۶ امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.


د مطلب کود: 202077

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202077/کابل-کې-یوه-حرفوي-ډله-د-وسایطو-پلېټ-شمېرو-غلا-په-تړاو-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com