پولیسو د کابل ښار د څلورمې او یوولسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې دوه عرادې غلا شوې واسطې ترلاسه او مالکینو ته یې سپارلې دي.
له دې منځه تېره شپه وسله والو غلو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند تایمني سیمه کې د دې سیمې د یوه اوسېدونکی کرولا ډوله موټر تښتولی و، چې د څلورمې او یوولسمې امنیتي حوزو منسوبین پر وخت لاس په کار شوي او غلو هم د ناچارۍ له امله موټر د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند یوه کوڅه کې پرېښی او خپله تښتېدلي دي.
همداراز تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو یو بل غلا شوی کرولا ډوله موټر هم ترلاسه او څښتن ته یې سپارلی دی.