کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د رسنیو ازادۍ د ملاتړ نړیوال اېتلاف غړی شو

8 دلو 1398 ساعت 12:45


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د رسنیو ازادۍ د ملاتړ نړیوال اېتلاف د غړیتوب لپاره د افغان دولت ژمنلیک لاسلیک کړ.
سرور دانش په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د بیان ازادي کولی شي په هېواد کې رښتینې او تلپاتې سولې ته لار هواره کړي.
د نوموړي په وینا، جګړه، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د رسنیو اقتصادي ننګونې، د ښځینه خبریالانو د کار پر وړاندې خنډونه او د رسنیو د خاوندانو له لوري د کارکوونکیو د حقونو او امتیازونو نه ورکول په افغانستان کې د بیان ازادي پر وړاندې سترې ننګونې یادې کړې.
د رسنیو ازادۍ د ملاتړ نړیوال اېتلاف د بریټانیا او کاناډا دولتونو په نوښت جوړ شوی چې ۳۴ هېوادونو یې غړیتوب ترلاسه کړی او افغانستان پنځه‌دېرشم هېواد دی چې د دغه نړیوال اېتلاف غړیتوب یې واخیست.


د مطلب کود: 202079

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202079/افغانستان-د-رسنیو-ازادۍ-ملاتړ-نړیوال-اېتلاف-غړی-شو

آوا
  https://www.avapress.com