دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 202080
ولسمشرغني: منظور پښتين دې سملاسي خوشی شي
ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د نیونې په تړاو په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.
د منظور پښتين نيونې گڼ غبرگونونه را پارولي او په دې لړ کې ولسمشر غني په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي چې په دې تړاو د اندېښنې څرګندولو په برخه کې له بښنې نړېوالې ټولنې سره بشپړه هم غږي لري. ښاغلي غني د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د سملاسي خوشې کېدو هیله څرګنده کړې او زیاتوي په داسې حال کې چې زموږ سیمه د سخت دریخۍ او ترهګرۍ له امله کېدونکو تېریو کړیږي د سیمې حکومتونه باید د نیاو لپاره سوله ییز او مدني غورځنګونه وهڅوي.
بل لوري ته د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د منظور پښتین د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
دې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، منظور پښتین د انساني حقونو، د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو له امله نیول شوی:
“هغه باید سملاسي او بې قیدوشرطه خوشی کړل شي.”
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، تېره شپه د دې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ښار په تاکال کې نیول شوی دی.
https://avapress.com/vdch6iniv23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته