دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 202082
تخار کې یو فراري قاتل ونیول شو
د تخار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز تالقان ښار په اړوند سراېسنګ سیمه کې یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی. یاد کس تېره ورځ د سراېسنګ سیمې په اړوند سیمو کې یو زده کوونکی د تفنګچې په ډزو وژلی و، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی. د دې کس دوسیه د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.
https://avapress.com/vdcjo8e88uqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته