د تخار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز تالقان ښار په اړوند سراېسنګ سیمه کې یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
یاد کس تېره ورځ د سراېسنګ سیمې په اړوند سیمو کې یو زده کوونکی د تفنګچې په ډزو وژلی و، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د دې کس دوسیه د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.