دجوزجان ولایت په دشت لیلې سیمه کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د امیرمحمد په نوم د طالبانو قوماندان له خپل یوه ساتونکي سره یوځاي ووژل شو.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې دیوه قوماندان اودهغه دساتونکي په وژل کیدو سربیره ۴تنه طالب وسلوال ټپیان شوي دي.