کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د منظور پښتین د نیولو خلاف ګرده نړۍ کې د احتجاجونو اعلان

8 دلو 1398 ساعت 10:59

پښتون ژغورنه غورځنګ د سېشنبې پر ورځ د خپل مشر منظور احمد پښتین د نیونې خلاف په ټول پاکستان اونړۍ کې د لاریونونو او احتجاجونو اعلان کړی دی.
دا خبره د دغه غورځنګ یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نن په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړ. نوموړي وویل، چې مشر منظور پښتین یې په ناروا مقدمه کې نیول شوی دی او له پاکستان سرکار یې د هغه د زغرده خوشېکېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې په دغه احتجاجونو کې به خپله راتلونکې کړنلاره ټاکي، ده پر خپلو کارکنانو ږغ وکړ چې د تېر غوندې به په سباني (۲۸م جنوري) احتجاجونو کې دې په پرامنه توګه راووځي. د ده په وینا چې ریاست ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه ګرانه پرېوزي.



اسلام اباد کې پرونۍ خبري غونډې ته د پي ټي اېم پلوي قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، وتلي سیاستوال افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ، د بشري حقونو فعال او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر یوشمېر نورو سیاسي مشرانو هم وینا وکړه.
علي وزیر په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر ټولو جمهوري خلکو ږغ وکړ چې ددوی ږغ بدرګه کړي او په ننني احتجاج کې ورسره برخه واخلي.
د نوموړي وینا وه چې پرون هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ولس د ظلمونو خلاف پر احتجاجونو دي او منظور پښتین په دغه احتجاج کې د ګډون لپاره پرون روان وو چې ریاست په نیمه شپه ونیولی.
د علي وزیر وینا وه چې د مظلومو قانونو د حقونو لپاره به خپل مزاحمت جاري ساتي.
د پیپلز ګوند پخواني سېنېټر فرحت بابر په خپلو خبرو کې وویل چې ګوند یې د منظور پښیتن د نیولو په کلکو ټکیو غندنه کړې او له ریاسته یې د هغه د پرېښودو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل یو خوا د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک له پي ټي اېم سره د مذاکراتو خبره کوي او بلخوا ریاست د غورځنګ مشر نیسي.
خبري غونډې ته په خپله وینا کې افراسیاب خټک په خپلو څرګندونو کې د پاکستان ریاست ته په خبردارۍ سره وویل چې خپل ظلمونه دې حد ته مه رسوی چې هغه د ټولوژنې یا نسل وژنې بڼه ونیسي.
د ده په وینا د پي ټي اېم تحریک د پښتنو د سیمې یو ریښتونی ږغ دی. دغه خلک ایین مني، قانون مني، د ده په خبره د اتفاق خبره دا ده چې د منظور پښتین خلاف هم هغه دفعې لګول شوې دي چې د باچا خان خلاف، د ولي خان خلاف او د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي خلاف لګول شوې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ د منظور پښتین نیونه په سختو ټکیو وغندله او زیاته یې کړه چې دا غورځنګ له لومړۍ ورځې راهیسي په سوله ییزه توګه خپله مبارزه کوي. د ده په وینا د پاکستان په دا ورستي تاریخ کې دې غورځنګ تر حکومتي او اپوزېشن داوړو ډېرې سترې غونډې کړې دي خو نه یې چا ته او نه هم د ریاست پرضد اقدام کړی دی. د نوموړي په وینا د پښتین ډېرې ساده غوښتنې دي چې په لومړي سر کې هغه د ترهګرۍ خلاف دي، د پښتنو نسل کشۍ خلاف دي، د ورکو کسانو خلاف ږغ دی. په دې کې پر یوه خاوره د یوه ملت پر وسایلو د قام حق تسلیمولو مطالبه ده. او د دې مطالبو حمایت په ملیونونو پښتنو کړی دی، د پاکستان ټولو اپوزېشن ګوندونو، د پاکستان اوسني وزیر اعظم او د پوځ مشر د منظور پښتین د مطالبو ملاتړي دي، د کاکړ په وینا بیا هغه کومه خبره ده چې پرله پسې د پي ټی ایم خلاف عملیات روان دي. نوموړي د منظور پښتین لپاره د محسن داوړ کړي اعلان ملاتړ چې ګوند به یې په ټول ملک په ګرده نړۍ کې د احتجاج لپاره راوځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال ونیولی او پر هغه یې د نقص امن په ګډون یو شمېر دفعې لګولې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي چې د پېښور او ډېره اسماعیل خان پولیسو منظور پښتین په شاهین ټاون کې له یوه کوره نیولی دی.


د مطلب کود: 202084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202084/د-منظور-پښتین-نیولو-خلاف-ګرده-نړۍ-کې-احتجاجونو-اعلان

آوا
  https://www.avapress.com