کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد، افغان سولې پروسه کې د ناټو د غړو هیوادونو په پخلا کولو بوخت شوی

8 دلو 1398 ساعت 19:12


افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بروکسل کې د ناټو د متحدو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په ناټو کې د امریکا سفیره مېرمن هاټسن وايي چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.
د نوموړې په خبره دوی له ناټو استازو سره د افغان سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو مهمې او ګټورې خبرې کړې دي.
میرمن هاټسن دغه راز وايي چې د ناټو متحدین په افغانستان کې د امریکا له نظامي او ديپلوماتیک ماموریت ملاتړ کوي.
د نوموړې په خبره امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي او دغه راز به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
 


د مطلب کود: 202091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202091/خلیلزاد-افغان-سولې-پروسه-کې-د-ناټو-غړو-هیوادونو-په-پخلا-کولو-بوخت-شوی

آوا
  https://www.avapress.com