دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 202091
خلیلزاد، افغان سولې پروسه کې د ناټو د غړو هیوادونو په پخلا کولو بوخت شوی
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بروکسل کې د ناټو د متحدو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په ناټو کې د امریکا سفیره مېرمن هاټسن وايي چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.
د نوموړې په خبره دوی له ناټو استازو سره د افغان سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو مهمې او ګټورې خبرې کړې دي.
میرمن هاټسن دغه راز وايي چې د ناټو متحدین په افغانستان کې د امریکا له نظامي او ديپلوماتیک ماموریت ملاتړ کوي.
د نوموړې په خبره امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي او دغه راز به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
 
https://avapress.com/vdcjh8e8vuqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته