کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: غزني کي نسکوره سوې الوتکه پوځي وه

8 دلو 1398 ساعت 11:53

امریکایي چارواکو منلې چي په غزني کي نسکوره سوې الوتکه پوځي وه. یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی فکر کوي چي دې الوتکي له لسو کم کسان لېږدول.



طالبانو هم د اعلاميې په خپرولو غزني کي د يوې امريکايۍ الوتکي د نسکورېدا خبره کړې او ادعاء کوي چي “د لوړ پوړو استخباراتي افسرانو ” لیږدوونکي الوتکه يې نسکوره کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل د دوی وسله والو دا الوتکه ” په تکتیکي ډول” غورځولې ده.
خو یوۀ امریکایي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي تر اوسه داسي نښي نښانې نه سته چي وښيي دا الوتکه د دښمن له خوا نسکوره کړل سوې ده.
د طالبانو خپره کړې وينا پاڼه کي راغلي چي دې الوتکي “د استخباراتي ماموریت له پاره په سیمه کي پرواز کاوه او د استخباراتي ادارې سي آی اې ګڼ افسران په کي وژل سوي دي. ”
وړاندي په ځینو رپوټونو کي ویل سوي و چي د غزني په ده یک ولسوالۍ کي د سپرلۍ یوه الوتکه غورځېدلې ده، خو د افغانستان د هوايي چلند ادارې وویل په افغانستان کي نن هیڅ ځای د سپرلۍ کومه ملکي الوتکه نه ده غورځېدلې.
په خواله رسنیو کي داسي ویډیو او انځورونه کښته پورته کېږي چي یوه الوتکه غورځیدلې او زیاته برخه یې سوځېدلې ده، خو خپلواکه سرچینو د دغو انځورونو پخلی نه دی کړی. په افغانستان کي مېشتو امریکايي او د ناټو ځواکونو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 202092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202092/امریکا-غزني-کي-نسکوره-سوې-الوتکه-پوځي-وه

آوا
  https://www.avapress.com