کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار ولایت بهارک ولسوالی د طالبانو څخه پاک شوی دی

8 دلو 1398 ساعت 11:54

 
امنیتی او دفاعی ملی ځواکونه د ۴۱۰ پامیر چاڼییز عملیات د بهارک ولسوالی د پاکسازی لپاره د دوو ورځو راهیسی شروع کړی دی.



 
 
د ۲۱۷ پامیر قول اردو اعلان په اساس، په دی عملیات کې څو مختلف النوعه ماینونه چی د طالبانو له لوری د خلګو وژلو په مقصد په لارو کې ځای پرځای شوی وو، کشف او خنثی شوی دی.
 
ځینی مهمات او مختلف النوعه وسایط ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
 
په عینی حال کې سمونوال سید معراج الدین سادات؛ د تخار ولایت امنیه قوماندان وایی چی د عملیات په نتیجه کې د حاجی پهلوان او مسجد سفید کلۍ چی د دشمن اساسی اډو څخه شمیرل کېدل، د هغه ولسوالی ټولو قریه جاتو سره تصفیه او تلاشی شوی دی.
 
د هغه په وینا دشمن خپل جنګی مورال له لاسه ورکړی دی او دشت ارچی ولسوالی لوری ته تیښته کړی دی.
 
 


د مطلب کود: 202093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202093/د-تخار-ولایت-بهارک-ولسوالی-طالبانو-څخه-پاک-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com