خوښ ديک ۰

چارواکي: ننګرهارکې ۱۰۰ تاریخي سیمې او ابدې شتون لري

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز او ولسواليو کې د سلو په شا و خوا کې تاريخي ابدې او ځايونه شتون لري. د یاد ریاست رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي، چې له دې ډلې یې ۲۲ تاريخي ابدې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره رسماً ثبت دي. نوموړی زیاتوي، پاتې تاريخي ابدې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ترجدي مراقبت لاندې دي،چې د پلان سره سم به يې د ثبت او راجستر چارې په راتلونکي کې ترسره شي.
چارواکي: ننګرهارکې ۱۰۰ تاریخي سیمې او ابدې شتون لري

خوږیاڼي وویل: ((موږ په دې تواندېدلې يو، چې دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجي څخه، د جلال آباد د سراج العمارت تاريخي ودانۍ باندې عملاً د ترميم چارې پيل کړو، چې په راتلونکې کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي)).
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئيس زیاته کړه، د سراج العمارت د تاریخي بڼ سربیره په دې ولایت کې د هډې تاريخي موزیم احاطه هم پوره شوې او د غصب له ګواښ څخه خوندي شوې ده.
د خوږیاڼي په خبره دغه راز په دې ولایت کې د سبز آباد تاريخي غونډۍ باندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخنيکي ټيم له لوري د مسلکي کيندلو چارې پیل شوي دي، چې تر دې دمه د سلو څخه زيات تاریخي اثار ورڅخه تر لاسه شوي.
نوموړی وایي، د جمهوري رياست د خاصې بوديجې څخه سږکال د غازي امان الله خان مزار هم په اساسي ډول رغول شوی او دغه راز د شاهي ماڼۍ د بیا رغونې چارې روان ې دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به په دې ولایت کې د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې چارې هم پیل شې.
له دې وړاندې فرهنګیانو په یاد ریاست له همدې امله نیوکه لرله ، چې د دې ولایت تاریخي سیمو ته پاملرنه نه کوی او ډیری یې د غصب او ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
خو اوس فرهنګیان یو څه هیله من شوي او د یاد ریاست د کارونو ستاینه کوي.
 
سی شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۷
د مطلب کود: 202094 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *