خوږیاڼي وویل: ((موږ په دې تواندېدلې يو، چې دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجي څخه، د جلال آباد د سراج العمارت تاريخي ودانۍ باندې عملاً د ترميم چارې پيل کړو، چې په راتلونکې کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي)).
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئيس زیاته کړه، د سراج العمارت د تاریخي بڼ سربیره په دې ولایت کې د هډې تاريخي موزیم احاطه هم پوره شوې او د غصب له ګواښ څخه خوندي شوې ده.
د خوږیاڼي په خبره دغه راز په دې ولایت کې د سبز آباد تاريخي غونډۍ باندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخنيکي ټيم له لوري د مسلکي کيندلو چارې پیل شوي دي، چې تر دې دمه د سلو څخه زيات تاریخي اثار ورڅخه تر لاسه شوي.
نوموړی وایي، د جمهوري رياست د خاصې بوديجې څخه سږکال د غازي امان الله خان مزار هم په اساسي ډول رغول شوی او دغه راز د شاهي ماڼۍ د بیا رغونې چارې روان ې دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به په دې ولایت کې د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې چارې هم پیل شې.
له دې وړاندې فرهنګیانو په یاد ریاست له همدې امله نیوکه لرله ، چې د دې ولایت تاریخي سیمو ته پاملرنه نه کوی او ډیری یې د غصب او ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
خو اوس فرهنګیان یو څه هیله من شوي او د یاد ریاست د کارونو ستاینه کوي.