دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 202095
اسراییلو سعودي ته د تګ اجازه تر لاسه کړه
د اسراییل د کورنیو چارو وزارت وايي، اسراییلي وګړو ته یې سعودي ته د تلو اجازه ورکړه.
دا خبره په داسي مهال ده چي امریکا راتلونکو څو ورځو کي منځني ختیځ کي د سولي له پاره خپل نوی پلان اعلانوي.
د شنونکو په خبره، دې برخه کي امریکا ته د سعودي ملاتړ هم په کار دی. نوې پرمختیا د سعودي او اسراییل ترمنځ د پټو زیاتېدونکو اړیکو نوی مثال دی.
ریاض او تلاویب رسمي ډیپلوماټیک اړیکي نه لري، خو دواړه د ایران په تړاو یو دریځ لري.
د اسراییل د نوې پالیسۍ له مخي، اسراییلي مسلمانان د مذهبي او اسراییلي یهودیان د کاروباري مقصد له پاره سعودي ته تللای سي.
بیت المقدس یا یوریشلم کي خبریال هریندر مشرا وايي، اسراییلي وګړي له پخوا سعودي ته ځي، خو مسلمانان یې اسراییل کي د وقف بورډ له خوا ځانګړو اسنادو ته ضرورت لري.
د معلوماتو له مخي یهودي وګړي د کاروباري مقصد لپاره د دواړو هیوادونو د خپلمنځي باور له مخي ځي، خو شمېر یې ډېر کم دی.
دا چي سعودي او اسراییل ډيپلوماټیک اړیکي نه لري، نو مسلمان اسراییلی د اردن یا مصر له لاري سعودي ته ځي، د دې کسانو په پاسپورټ ویزه نه وي، د اسراییلي وقف بورډ ځانګړي اسناد ور سره وي.
 
https://avapress.com/vdcdnx0xkyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته