افغانستان رسما د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون سره یو ځای شو، چې د افغانستان د حکومت په استازولۍ دغه سند د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش لاسلیک کړ.
افغانستان د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون سره یوځای شو
8 دلو 1398 ساعت 13:48
افغانستان رسما د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون سره یو ځای شو، چې د افغانستان د حکومت په استازولۍ دغه سند د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش لاسلیک کړ.
د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون په ټوله نړۍ کې د رسینو او خبریالانو د آزادۍ د ښه والي په برخه کې کار کوي، چې تر دې وروسته افغانستان هم د همدغو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي.
تر دې مهال د افغانستان په ګډون ۳۵ هېوادونه د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون غړیتوب لري، چې ښايي راتلونکي کې یو شمېر ډېر نور هېوادونه هم دغه لړ کې یو ځای شي.
دغه سند تیره ورځ ( دوشبنه سلواغې ۸ ) کابل کې د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش له لوري لاسلیک شو.
ښاغلي دانش د اړوند مراسمو په ترڅ کې وویل، چې ددغه سند په لاسلیک سره زموږ مسؤلیتونه ډېرېږي، او ژمنه کوي چې د رسنیو د آزادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره به په کور دننه او بهر جدي پاملرنه وکړي.
افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه شمېر کېږي چې رسنۍ او خبریالان یې له جدي ګواښونو او ستونزو سره مخ دي.
د مطلب کود: 202107