دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 202108
پاکستان د غنی اظهارات د هغه هیواد په چارو کې شکاره مداخله وبلل
د پاکستان خارجه وزارت د محمد اشرف غنی، افغانستان ولسمشر اظهارات د منظور پشتین، پاکستان پشتون ساتنې تحریک رهبر نیول کېدو په اړوند غبرګون شکاره کړی او هغه ددی هیواد په چارو کې شکاره مداخله وبلل.

 
 
ښاغلی غنی خپل توییتر پاڼه کې لیکلی چی منظور پشتین د پاکستان حکومت له لوری نیول کېدو په وړاندی اندیښنه ښودلي او هغه آزادیدو غوښتونکې شوی دی.
 
ښاغلی غنی زیاته کړي چی د خلګو لاریونونو په وړاندی تاوتریخوالی نه ډک چلند، منفی نتیجه به ولری او دولتونه باید په سیمه کې د مدنی حرکتونو څخه ملاتړ وکړی.
 
خو پاکستان خارجه وزارت دوشنبه په ورځ ۲۷ جنوری (۷ دلو) د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی د ښاغلی غنی دا اظهارات به ددواړو هیوادونو اړېکو لپاره ګټور نه وی.
 
په دی اعلامیه کې همدارنګه راغلی دی چی پاکستان د افغانستان سره دوستانه او صمیمانه اړېکو په درلودلو سره د یو بل داخلی چارو کې مداخلی نه کولو اصل باندی ولاړ دی، موږ د افانستان دولت څخه غواړو چی افغانستان کې سولې ته رسیدو لپاره په سیمه کې ګام واخلی.
 
د ښاغلی پشتین نیول کېدنه د پاکستان پولیس له لوری د ډیرو افغان سیاستوالو غبرګونونه هم راپارولی دی.
 
 
https://avapress.com/vdciurarvt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته