دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 202122
حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی دی.
په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغې لیدنې د پوښښ لپاره ورغلی وايي ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمال د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی محب به شبرغان ته په دغه سفر کې له قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د ښې سیمه‌ییزې حکومتوالۍ پر څرنګوالي هم خبرې وکړي.
د دغو لیدنو نور جزئیات به د حمدالله محب او عبدالرشید دوستم د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceww8wwjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته