کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 دلو 1398 ساعت 15:43

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی دی.


په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغې لیدنې د پوښښ لپاره ورغلی وايي ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمال د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی محب به شبرغان ته په دغه سفر کې له قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د ښې سیمه‌ییزې حکومتوالۍ پر څرنګوالي هم خبرې وکړي.
د دغو لیدنو نور جزئیات به د حمدالله محب او عبدالرشید دوستم د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي.


د مطلب کود: 202122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202122/حمدالله-محب-د-عبدالرشید-دوستم-لیدو-لپاره-شبرغان-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com