دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 202140
طالبانو امریکایی الوتکې نسکوریدو سیمی ته د دولتی ځواکونو ننوتو مخه نیولی/ د الوتکې نسکوریدو پیښی دوه ټپیان په غزنی کې لاپته شوی دی
  په غزنی کې د امریکایی الوتکې سقوط یو ورځ وروسته، سیمه ییز چارواکې هلته وایی چی طالبان د پیښی سیمی ته د دولتی ځواکونو ننوتلو مخه نیولی دی.

 
سیمه ییز چارواکې وایی: دولتی ځواکونه د غزنی ولایت ده یک ولسوالی سدوزی کلۍ ته ننوتلو لپاره هڅه کوی.
 
د ریپورتونو په اساس، طالبانو افغان امنیتی ځواکونو کاروان باندی چی غوښتل د پیښی سیمی ته لاړ شی، برید کړی او هغوی مخه نیولی دی.
 
په عینی حال کې رویترز خبرګزاری د غزنی ولایت پولیس قوماندان څخه په نقل ریپورت ورکړی دی چی تیری ورځی هوایی پیښه کې، ددی الوتکې څلور تنه سپرلی وژل شوی او دوه تنه نور یی ټپیان شوی دی.
 
ښاغلی وردک دا خبرګزاری ته ته ویلی دی چی ددی پیښی ټپیان لاپته دی او هڅی د هغوی پیدا کولو لپاره ادامه لری.
 
امریکا ټینګار کړی دی چی ددی هیواد نظامی طیاره په غزنی ولایت کې سقوط کړی دی. خو ددی پیښی تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی.
 
سونی لګیت، د امریکایی ځواکونو ویاند په افغانستان کې تیره ورځ د یو اعلامیه په خپرولو سره د طیاره سقوط تایید ترڅنګ، دا ریپورت رد کړي چی ګویا دا طیاره د طالبانو له لوری سقوط شوی وی.
 
امریکایی نظامیان په افغانستان کې ویلی دی چی څيړنې جریان لری ترڅو ددی الوتکې سقوط لامل پیدا شی.
 
 
https://avapress.com/vdceew8w7jh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته