کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسي استخبارات: په لوېدلې الوتکه کې جګپوړی امریکايي وژل شوی

8 دلو 1398 ساعت 19:56

ایراني او روسي رسنیو خبر ورکړی چې تېره ورځ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د راغورځېدلې امریکايي الوتکې په وژل شویو کې د لویدیځې اسیا لپاره د سي آی ای مهم مسوول مایکل ډي هم شامل دی.
مایکل ډي اندریا په عراق، ایران او افغانستان کې استخباراتي ماموریتونه مخته وړي دي او ویل کېږي چې د ترهګرۍ ضد په بیلابیلو عملیاتو کې یې برخه لرله.



ایراني رسنیو ادعا کړې چې مایکل ډي اندریا د ایراني جنرال قاسم سلیماني په وژنه کې هم لاس درلود.
د روسيې ویټرینس ټوډی ورځپاڼې هم د مسکو د استخباراتي سرچینو له قوله تایید کړې چې په رلوېدلې الوتکه کې د سي آی ای یو مهم مامور ناست و.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي هوايي ځواکونو ویلي ای ۱۱ الوتکه یې رښتیا هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې غورځېدلې ده، خو دا یې رد کړې چې ګواکې طالبانو ویشتلې ده.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا ویلي، د امریکا دفاعي ځواکونه په الوتکه کې د ناستو کسانو او وژل شویو کسانو د شمیر په اړه څه نه وايي.
ځینو امریکايي رسنیو په الوتکه کې د دوو پېلوټانو او ځینو د ۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سوني لیګیټ بیا په یو ټویټ کې وايي، د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.
تېره ورځ طالبانو ادعا وکړه چې په غزني ده یک کې یې د امریکا د سي آی ای د افسرانو څخه ډکه یوه الوتکه راغورځولې ده.
 


د مطلب کود: 202143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202143/روسي-استخبارات-په-لوېدلې-الوتکه-کې-جګپوړی-امریکايي-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com