د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش د خپل یو ګروپي انځور له بیګراونډ څخه د جنرال دوستم د انځور د پاکولو په تړاو بخښنه وغوښته.
دانش، د دوستم انځور کې د جعلکارۍ له کبله بخښنه وغوښته
9 دلو 1398 ساعت 11:43
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش د خپل یو ګروپي انځور له بیګراونډ څخه د جنرال دوستم د انځور د پاکولو په تړاو بخښنه وغوښته.
نوموړي د دوشنبې په ورځ له ارګ څخه یو انځور خپور کړ چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم انځور یې له بګراونډ څخه پاک کړی او دا ګروپي انځور ایډیټ شوی و.
اوس سرور دانش په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا یې د مطبوعاتي دفتر تخنیکي تېروتنه وه چې له کبله یې دی بخښنه غواړي: (( مونږ د دغه ګروپي انځور اصلي ورژن بیرته خپور کړی دی او د پخواني انځور په اړه بخښنه غواړو.))
سرور دانش ویلي، د ولسمشر لومړی مرستیال د احترام وړ شخصیت دی او د زړه له تله ورته اخلاص لري.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه انځور د بریټانیا سفارت له کارکوونکو سره د بیان د ازادۍ په اړه د یوې هوکړې له لاسلیک وروسته خپور شوی و، چې د بریټانیا سفارت یې اصلي بڼه او د دانش دفتر یې جعلي بڼه خپره کړه.
وروسته بیا په ټولنیزو شبکو کې د دانش په اړه له نیوکو سره دغه دواړه انځورونه لاس په لاس شول.
د یادونې ده چې جنرال دوستم له دریو کلونو راهیسې په ارګ کې نشته او له ولسمشرۍ ماڼۍ سره یې مرورتیا راغلې ده.
د مطلب کود: 202175