کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه وتړله

9 دلو 1398 ساعت 11:45

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د ټولو موټرو او مساپرو پر مخ وتړله.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاند ته وايي، پاکستان بهانه کړې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نن سهار د تورخم دروازه تړلې ده.
نوموړی وايي، د ننګرهار ولایتي ادارې له پاکستاني چارواکو سره د دروازې د بیرته خلاصولو لپاره خبرې اترې پیل کړې دي.


پاکستان دا ځل د تورخم دروازه په داسې حال کې تړلې چې په پیښور او اسلام اباد کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او فعالانو د نیولو لړۍ پيل کړې ده.
پاکستان د منظور پشتین تر څنګ د محسن داوړ په شمول ۳۰ کسان نیولي دي چې محسن داوړ او ۲۹ نور فعالان یې بیرته راخوشې کړل.
افغان ولسمشر د منظور پشتین په ملاتړ ټویټ او اعلامیه ورکړې وه چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت یې په ځواب کې د دوه اړخیزو اړیکو د خرابیدو ګواښ کړی و.
 


د مطلب کود: 202176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202176/پاکستان-د-ډیورنډ-په-فرضي-کرښه-تورخم-دروازه-وتړله

آوا
  https://www.avapress.com