دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 202176
پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه وتړله
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د ټولو موټرو او مساپرو پر مخ وتړله. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاند ته وايي، پاکستان بهانه کړې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نن سهار د تورخم دروازه تړلې ده. نوموړی وايي، د ننګرهار ولایتي ادارې له پاکستاني چارواکو سره د دروازې د بیرته خلاصولو لپاره خبرې اترې پیل کړې دي.
پاکستان دا ځل د تورخم دروازه په داسې حال کې تړلې چې په پیښور او اسلام اباد کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او فعالانو د نیولو لړۍ پيل کړې ده.
پاکستان د منظور پشتین تر څنګ د محسن داوړ په شمول ۳۰ کسان نیولي دي چې محسن داوړ او ۲۹ نور فعالان یې بیرته راخوشې کړل.
افغان ولسمشر د منظور پشتین په ملاتړ ټویټ او اعلامیه ورکړې وه چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت یې په ځواب کې د دوه اړخیزو اړیکو د خرابیدو ګواښ کړی و.
 
https://avapress.com/vdcd5x0x9yt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته