دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 202177
د فاطمه الزهرا س د شهادت ورځ
اللّهُمَّ صَلِّ عَلی فاطِمَةَ وَ اَبیها وَ بَعْلِها وَ بنیها وَالسِّرِّ الْمُسْتَوْدَعِ فیها بِعَدَدِ ما اَحاطَ بِه عِلْمُکَ 🌺حضرت فاطمه عليهاالسلام🌺 إنْ كُنتَ تَعمَلُ بِما أمَرناكَ و تَنتَهي عَمّا زَجَرناكَ عَنهُ فَأنتَ مِن شيعَتِنا وإلاّ فَلا🌺
د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۹ او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه(۳) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي (۱) امام امیرمومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
د اسلامي ایران مسلمانو خلکو بیګا په مذهبي ځایونو  او امامباړو کښې   د فضلیت لرونکي ، د عفاف او د پاکۍ د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کړې .
حضرت فاطمه الزهرا س د بعثت په پینځم (۵) کال د جمادي الثاني د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیدله .
هغه له اتلس(۱۸) کاله ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانو لخوا د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلار حضرت محمد ص د وفات د غم  او کړاو په وجه د یوه(۱) روایت پراساس د یولسم (۱۱) هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) او د بل روایت پراساس  د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه(۳) نیټه شهیده شوه .
 
https://avapress.com/vdcefw8wfjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته