خو اوس د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي د روحاني په څرګندونو نیوکه کړې او په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي، موږ ته پیغور مه راکوئ، بلکې له موږ یې زده کړئ.
مرتضوي لیکلي: (( افغانستان چې ۴۰ کاله یې په جګړه کې تېرکړل اوس ورته تر ټولو زیاته اړتیا ده چې د ولسواکۍ، بیان ازادۍ، بشري حقونو او انساني کرامت خوندیتوب هڅې وکړي، افغانستان د بیان د ازادۍ له پلوه په ټوله سیمه کې ساری او ثاني نه لري.))
مرتضوي افغانستان کې د مذهبي یووالي او رسنیو ازادۍ پدیده تر ټولو بې سارې بللې ده: (( د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د افغانستان ټاکنو کې رقیب ټیم په واک کې راشریک کړای شو، خو د ګاونډي هیواد د ټاکنو رقیب زندان ته واستول شو. موږ سیاسي زندان نه لرو، د ټولنې غږ نه خپ کوو، افغانستان داسې ښیګڼې لري چې ډیر ګاونډیان یې نه لري.))
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ټاکنو بریښنايي کېدو ته ډېرې هیلې وې، خو دا ځل هم په کې ټاکنیزه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې ده.