د الينګار ولسوال قاضي حبيب الرحمن وویلې، چې د یادو سیالیو په لاره اچولو څخه یې موخه په الینګار کې له بې ځایه کارونو د ځوانانو مخنیوی او د سولې پيغام رسول وو.
دغه راز له ټولو ورزشکارانو او ځوانانو وغوښتل، چې سولې ته کار وکړي.
ولسوال زیاته کړه، چې ځوانان دې ځان له نشه يي توکيو د استعمال څخه وساتي څو په ټولنه کې د يو ښه شخصيت په نوم وپېژندل شي.
په سیالیو کې لوبیدونکي لوبغاړي هم خوښ دي ، چې چارواکو ورته د لوبو زمینه برابره کړې.
دوی وایي دا ډول لوبې ځوانان له نشه یي توکو ژغوري او دغه راز د دوی په فکري روزنه کې له دوی سره ډیره مرسته کولای شي.
په دې لوبو کې ګټونکې دوه هغه لوبډلې ، چې پای لوبې ته یې لاره موندلې وه او دغه راز دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ او جامونه ورکړل شول.
په ډالیو کې هر لوبغاړي ته لوبو لپاره لباسونه او د والیبال توپونه ورکړل شول.
ځوانان وایي، که حکومت په ریښتینې د ولس غږ ته هرکلی ووایي او ځوانان دا ډول له ځانه سره وساتي نو ډير ژر به د پرمختګ ګامونه پورته کړي.