وړمه شپه کله چې منظور پښتین ونیول شو په دغې مازدیګر د عثمان کاکړ په ټولو پښتنو غږ کړی و چې لاریونونو ته دې بشپړ چمتوالی ونیسي.
عثمان کاکړ ویلي وو، چې منظور پښتین او ملګري یې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره میدان ته راوتلي دي چې د ریاست له لوري د هغوی نیول عدالت تامینول نه دي، بلکې نور هم زور، زیاتی او ظلم دی.
په هماغې شکل پرون په لر او بر کې د پښتنو له لوري د منطور پښتین په ملاتړ ستر ستر لاریونونه پیل شوي دي چې تر هغې به دوام وکړي څو پورې چې د پي ټي ایم مشران نه وي خلاص شوي.
منظور پښتین د پیښور په تهکال سیمه کې نیول شوی دی چې پرون یې محکمې د هغه زمانت قبول نه کړ، خو د ریاست پر ضد لاریونونو سخت زور واخیست.
دغه راز د منظور پښتین په ننګه د لاریون په ترڅ کې په اسلام اباد کې د پي ټي ایم بل مخکښ مشر محسن داوړ او بشرا ګوهر په ګډون د غورځنګ ۱۹ غړي د پاکستاني پوځیانو له لوري نیول شوي و، خو د شپې ناوخته بېرته خوشې کړی شو.
په ټوله نړۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سپېڅلې مبارزې او د حکومت پر ضد د پي ټي ایم کلک ملاتړ شوی دی دوی د ټولنیزو رسنیو له لاري هم د پي ټي ایم کلک ملاتړ اعلان کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو وروسته د محسن داوړ د نیولو پر مهال د راتلونکې پلان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وایي چې لاریونونه به تر هغې پورې دوام ولري څو پورې چې مشران راخوشې شوي نه وي.
د یادولو ده چې د منظور پښتین او د هغه د ملګرو په نیول کېدلو باندې د نړۍ ډیری سیاسي څېرو کلک غبرګونونه ښودلي دي.