کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د پاکستاني سفارت مخې ته پرلت خېمه وهل شوې

9 دلو 1398 ساعت 16:59



د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازې شګوفه نورزۍ په مشرۍ د پاکستان سفارت مخې ته د منظور پښتین او ملګرو د نیول کیدو خلاف یې پرلت خېمه ووهل شوه.
د معلوماتو له مخې دغه پرلت خېمه د شګوفه نورزۍ په ګډونو د نورو مبارزو افغانو انجونو او افغانانو له لوري وهل شوې ده، څو د پنجابي ډیپلوماتانو پر وړاندې د منظور پښتین او د محسن داوړ د خوشې کېدلو لپاره د سلګونه پښتنو په ګډون لاریون وکړي.
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه زر خوشې کولو ته اړباسي.
دغه اعتراضیه خېمه تېر ماښام لګول شوې ده چې لا هم دوام لري ، د نورزۍ پر وینای د دې پرلت خېمه به تر هغې پورې دوام پیداکړي څو پورې چې د پاکستان ریاست له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران راخوشې شو.
د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزۍ زیاتوي چې د کابل په ښار کې د لاریون وروسته نوموړې غوښتله چې د پرلت یوه خیمه د پاکستاني سفارت مخې ته ولګوي، خو افغان پولیسو یې مخه نیولې وه.
شګوفه وړاندې وایي، لکه څرنګه چې په پاکستان کې د یاد ریاست پوځیان ظلم کوي، بلکې په کابل کې هم د افغان ځواکونو له لوري د لاریون پر مهال ورسره د پولیسو له لوري تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
خو په کابل کې امنیتي چارواکي بیا وایي، چې دوی هغه مهال د لاریون کوونکو مخه ونیوله کله چې دوی له ټاکل شوې سیمې څخه مخکې ولاړ او په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.
د دې احتجاجونو فعال غړی ارشاد رغاند وایي، دوی به تر هغې پورې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي څو پورې چې د پاکستاني ریاست له لوري منظور پښتین نه وي خوشې شوی او د لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی نه وي کم کړی.
د رغاند پر وینا منظور پښتون به د زنداني کېدلو وروسته لاهم غښتلی شي او انقلابي هڅې به یې رنګ راوړي.
پاکستان به مخ توری او لا ذلیل شي.
منظور پښتین دوه ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو له لوري په پېښور کې ونیول شو چې د خلاصون په موخه یې له پرون راهیسې په لر او بر کې د پښتنو له لوري پراخ لاریونونه روان دي.
د منظور پښتین په ملاتړ په پاکستان کې د لاریونونو پر مهال د محسن داوړ په ګډون د دې غورځنګ ۲۶ نور غړي هم نیول شوي وو، خو تېره شپه ناوخته بېرته خوشې کړی شو.
د یادولو ده د منظور پښتین په اړه لاهم څه نه دي ویل شوي چې کله به له زندانه راخوشې کړی شي.
 


د مطلب کود: 202188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202188/کابل-د-پاکستاني-سفارت-مخې-ته-پرلت-خېمه-وهل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com