کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېلټن ډېن اکرمن د افغان کرېکټ توپوهنې روزونکی ټاکل شوی

9 دلو 1398 ساعت 17:20



د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی هېلټن ډېن اکرمن یې د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه ګومارلی دی.
۴۶ کلن اېچ ډېن اکرمن په ۹۰مه لسیزه کې د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او شري‌لنکا کرېکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلورو ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ یې د انګلستان په کاونټي کرېکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.
نوموړي په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره ډېرې منډې کړې او د کرېکټ په نړۍ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
هغه د سوېلي افریقا په کورني کرېکټ او د نامبیا کرېکټ په ملي لوبډله کې د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
 


د مطلب کود: 202189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202189/هېلټن-ډېن-اکرمن-د-افغان-کرېکټ-توپوهنې-روزونکی-ټاکل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com