دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 202192
دشت ارچی باندی طالبانو تهاجمی برید په ترڅ کې امنیتی ځواکونو ته سخت تلفات اوښتی دی
  طالبانو تیره شپه د کندوز ولایت دشت ارچی ولسوالی مرکز باندی برید سره دولتی ځواکونو ته سخت تلفات وراړولی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری: صفی الله امیری د کندوز ولایتی شورا معاون وایی چی سه شنبه ماښام ۱۲ بجی د دشت ارچی ولسوالی مرکز باندی برید کړي چی ۱۲ تنه امنیتی سرتیری او یو تن پولیس وژلی دی، ۸ تنه سرتیری ټپیان شوی او ۴ تنه پولیس هم ټپیان شوی دی او ۳ تنه سرتیری هم لادرکه دی.
 
سیمه ییز مسؤولین ددی برید څخه بی خبری ښیی.
 
دا په داسی حال کې دی چی تیره ورځ هم ۱۷ تنه امنیتی سرتیری د بغلان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو له په شهادت رسیدلی دی او د ۱۷ تنو څخه ډیر هم ټپیان شوی وو.
 
 
https://avapress.com/vdcb95b55rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته