دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 202215
د ټرمپ د سولې پلان په اړه د ترکیه ولسمشر اردوغان سخت غبرګون
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اعلان شوي تش په نامه د منځني ختیځ د سولې د پلان په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. اردوغان وویل چې " بیت المقدس د مسلمانانو سپڅلی ښار دی . هغه پلان چې له مخې بیت المقدس اسراییلو ته ورکول کیږي د هیچا لپاره او په هیڅ ډول د منلو وړ ندی."


ولسمشر اردوغان دا څرګندونې سینیګال ته د رسمي سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې  تش په نامه  دا د سولې پلان په اصل کې د سولې  او روانې ستونزې د حل سره  د ذرې په اندازه مرسته نکوي.
ولسمشر اردوغان  په سوریه کې د روانو حالاتو په اړه هم  ارزونې وکړې.
هغه وویل " د روسیې سره  مو هم  په سوچي او هم  په استانه کې په لیدونو کې ځیني تړونونه لاسلیک کړل. که چیرې  روسیه  دې تړونونو ته  ژمن  پاتې  شي  مونږ به هم  په پوره ژمنتیا سره  خپلې لارې ته دوام  ورکړو. دم ګړۍ  له بده مرغه چې  روسیه  د سوچي او استانه  تړونونو ته  ژمن  ندی او عمل  پرې نکوي.زمونږ ملګري د خپلو مخاطبینو سره  په لیدونو کتنو بوخت دي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  پدې وروستیو کې د حلب نه د ترکیې پر لورې ځینې بریدونه شوي وو. زمونږ  صبر هم  اندازه لري. که چیرې زمونږ  د صبر کاسه  ډکه  شوه  او په اوښتو سره  بیا مجبور یو چې خپله ستونزه  پخپله  حل کړو. روسیه هم مجبوره ده  چې پدې برخه کې خپل دریځ  روښانه کړي. که چیرې  زمونږ یو بل ته  صداقت  ولرو  هغه باید اثبات کړو. که چیرې داسې نوي نو په سوریه کې روان بهیر به  بدلون ومومي او یا د ترکیې په اړه په بهیر کې به بدلون راشي ځکه چې بله لار  شتون نلري."
ولسمشر اردوغان وویل روسان وايي چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوو . مونږ د هغوې نه  پوښتنه کوو چې ایا دوې ترهګر  دي چې د خپلې خاورې د ازادۍ په خاطر مبارزه کوي. دوی ترهګر نه بلکې مقامت کوونکي  دي.
که چیرې  اوس ددوې نه پوښتنه وکړې  نو په ترکیه کې نږدې ۴ میلیونه تنه  سوري کډوالو باندې هم  د ترهګرو ټاپه لګوي  او وایي  چې دا ټول ترهګر  دي.زه پوښتنه کوم چې ایا  دا خلک  ولې او چا د ظلمونو نه راتښتیدلي  او ترکیې ته ي پناه راوړې.
دا ټول د اسد د رژیم د ظلمونو  له امله  ترکیې ته راکډه شوي دي.
ولسمشر اردوغان پرون د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ته نږدې  په یوه ورځپاڼه کې د ترکیې د ملي اسختباراتو د عمومي رئیس  حاکان فیدان په اړه  د چاپ  شوي خبر په اړه چې ویلي وو  په منځني ختيځ کې  د قاسم سلیماني نه وروسته  اوس باید د حاکان فیدان د منځه وړو په خاطر کار وشي د پوښتنې په ځواب کې وویل ، که چیرې مونږ د اسراییلو د رسنیو د خبرونو  په اساس  حرکت کول  پيلوو  افسوس زمونږ په حال. دا چې  د اسراییلو رسنیو زمونږ  د استخباراتو د رئیس په اړه داسې خبرونه  خپروي  دا خبره ددې ښکارندويي کوي چې په سمه لار روان  یو.
ولسمشر اردوغان  په خپلو څرګندونو کې په چین کې  راپیدا شوي د کرونا ویروس  په اړه  وویل ، ترکیې ددې ناحیې نه تر اوسه پورې په امن کې ده  او هیڅډول  ستونزه شتنون نلري. خو بیا هم  هر ډول تدابیر نیول شوی دي.
 
https://avapress.com/vdchzinim23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته