دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 202216
د انګلستان د برتش ایرلاین چین ته خپل سفرونه ودرول
د انګلستان د برتش ایرلاین هوايي شرکت په چین کې د کرونا ساري ویروس د ناروغۍ له امله نوموړي هیواد ته د خپلو ټولو سفرونو د درولو پریکړه وکړه.

یاد شوي شرکت  پدې اړه په خپور کړی بیان کې ویلي دي چې " د انګلستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا چین ته د سیاحت په اړه د خبردارۍ  د خپرولو نه وروسته  مونږ  نوموړي هیواد ته د خپلو ټولو  سفرونو  د درولو  پریکړه وکړه. ددې پریکړې له امله د برتش ایرلاین  د ټولو مشتریانو نه  بښنه غواړو. "
په بیان کې راغلي دي چې  د مشتریانو  او د پرسونل  روغتیا  زمونږ لپاره  په لومړیتوب کې ځای لري. په راتلوونکو ورځو کې چین او یا د چین نه  سفر کوونکي  مساپر کولای شي چې د برتش د رسمي ویبپاڼې  نه  لا زیات  معلومات ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcizrarqt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته