کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون غزني کې د غورځېدلې الوتکې د وژل شویو امریکایانو هویت په ډاګه کړ

10 دلو 1398 ساعت 10:36

د امریکا دفاع وزارت په غزني کې د خپلې راغورځېدلې الوتکه کې د هوايي ځواک د دوه وژل شویو افسرانو نومونه خپاره کړل.
د ګومکو ایګو اوسېدونکی ۴۶ کلن ډګرمن پالکی ووس او د نیو همپشایر د هډسن اوسېدونکی ۳۰ کلن تورن ریان ایس فانوف هغه دوه کسان دي چې امریکا یې په خپله الوتکه کې د وژل کېدو تصدیق کړی دی.


ووس په ورجینیا کې د هوايي ځواکونو په لیکو کې تر دې وړاندې خدمت کاوه او فانوب بیا د جنوبي ډکوټا ښار د هوايي ځواک په ۳۷مه قطعه کې دنده لرله.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د امریکا اي ای ۱۱ الوتکه دوی راغورځولې، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مک کنزي په سعودي عربستان کې خبریالانو ته ویلي، د دې هیڅ نښه نشته چې الوتکه دې ویشتل شوې وي، بلکې دا پېښه د هوا د خرابوالي له کبله شوې ده.
امریکا د غزني په ده یک کې د خپلې غورځېدلې الوتکې مړي او همدا راز توره بکسه ترلاسه کړې ده.
 


د مطلب کود: 202218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202218/پنټاګون-غزني-کې-د-غورځېدلې-الوتکې-وژل-شویو-امریکایانو-هویت-په-ډاګه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com